د فرانسې حکومت د دغه هېواد په شمال ختيځ سېنټ افولډ کې د سکرو تړلی برېښناکوټ د نومبر په ۲۸ مه نېټه رسماً بيا فعال کړی دی.
د فرانسې حکومت د روان کال په مارچ کې دغه برېښناکوټ تړلی و او یو شمېر کارکوونکي يې له دندې ګوښه کړي وو، خو دغه هېواد د روسيې او اوکراين د شخړې له امله د انرژۍ د کمښت له جدي ستونزو سره مخ شوی او د روان کال په جون کې يې د ياد برېښناکوټ د بيا فعالولو اعلان وکړ او اوس يې رسماً پرانېست.
په فرانسې کې د سېنټ افولډ په ګډون يوازې دوه د سکرو برېښناکوټونه پاتې دي.
فرانسه اړتيا لري، چې د سېنټ افولډ برېښناکوټ د چلېدو لپاره شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه سکره چمتو کړي او دغه برېښناکوټ به د دغه هېواد په لويې ختيځې سيمې کې يوازې د ۱/۳ کورنيو اړتياوې پوره کړي.
فرانسه اوسمهال تر ۶۷ ٪زياته برېښنا له اټومي انرژۍ څخه په استفادې تولیدوي او ۶.۹ ٪يې له طبيعي ګازو او تر ۱ ٪کمه برخه يې بیا له ډبرو سکرو ترلاسه کوي.