لي که چيانګ د چين او جاپان د سوداګرو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو د ډيالوګ اتم پړاو ته ويډیويي وينا وکړه
CMG2022/11/29 15:53:17
شريکول:

 د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۲۸مه نېټه د چين او جاپان د سوداګرو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو دډيالوګ په 

اتم پړاو کې ويډيويي وينا کړې ده.

 لي که چيانګ په خپلو خبرو کې ويلي، چين او جاپان ګاونډيان او عمده نړیوال اقتصادونه دي او دواړه هېوادونه ګډې ګټې او د همکاريو پراخه فضا لري. 

نوموړي د چين او جاپان د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د دواړو خواوو دخلکو د ګټو او د سيمې او نړیوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره هم ګټور بللی دی.

لي که چيانګ زياته کړې، چې چين او جاپان دې په راتلونکي کې سوله ييز او دوستانه ګډ ژوند ته ژمن واوسي، ددواړو هيوادونو د څلورو سياسي سندونو اصول دې مراعات کړي، د يو بل پرمختګ ته دې په مناسب نظر وګورياو د دواړو هېوادونو او د سیمې د هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره هڅې وکړي.