چين: نړيواله ټولنه بايد د فلسطين او اسرائيل د ګډ امنيت لپاره وهڅوي
CMG2022/11/29 16:36:13
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي استازي جانګ جون د نومبر په ۲۸مه نېټه د امنيت شورا د فلسطین مسئلې په يوې پرانېستې غونډې کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د فلسطين او اسرائيل د ګډ امنيت لپاره وهڅوي.

نوموړي فلسطين او اسرائيل دوه ګاونډي هېوادونه او امنيت يې يو له بل سره تړلی بللی دی او ويلي يې دي، چې دواړه هيوادونه نه شي کولی، خپلې جغرافیې بدلې کړي، نو اړينه يې بللې، چې دواړه هيوادونه په سولې کې ګډ ژوند وکړي.

نوموړي ويلي، که کومه خوا خپل امنيت د بل په بې امنۍ کې ويني، نو دواړه به په تلپاتې تاوتريخوالي ښکېل وي او بیا یې امکان نشته، چې خلک يې سولې ته ورسيږي.

 جانګ جون ويلي، چې نړېواله ټولنه بايد د فلسطين او اسرائيل امنيتي چارو ته برابره پاملرنه ولري او دواړه خواوې دې وهڅوي، چې د ډیالوګ او همکاريو له لارې خپلمنځي توپيرونه حل او دایمې سولې ته لاره هواره کړي.

نوموړي زياته کړې، چې اشغال کوونکي بايد له اړوندو نړيوالو قوانينو سره سم په اشغال شويو سیمو کې د خلکو د خونديتوب په اړه خپله دنده تر سره کړي.

جانګ جون له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د فلسطين د اقتصادي او بشري وضعيت د ښه والي لپاره بيړنۍ مرستې وکړي.

نوموړي پر اسرائیل هم غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۳۳۴م پرېکړه لیک سره سم په اشغال شويو سیمو کې د استوګنځايونو جوړونه ودروي او د دوو هېوادونو د لايحې پر بنسټ دې سمې چارې ترسره کړي.