چارلس میشل چين ته سفر کوي
CMG2022/11/29 14:59:13
شريکول:

د اروپايي شورا رئيس چارلس ميشل به د ډسمبر په لومړۍ نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه له دغه هېواد څخه لېدنه وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ٢٨مه نېټه په يوې خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې د چارلس ميشل د دې ليدنې مالومات ورکړي دي.

نوموړي ويلي، د اروپايي شورا رئيس چارلس ميشل به د ډسمبر په لومړۍ نېټه له چين څخه ليدنه وکړي او دا به د چين د کمونېست ګوند له شلمې ملي کانګرېس وروسته د چين او اروپايي ټولنې د ارګانونو د مشرانو تر منځ لومړۍ رسمي ليدنه وي.

ټاکل شوې، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، صدراعظم لي که چيانګ او د ملي ولسي کانګرېس د ۱۳مې دايمي کميټې مشر لي جان شو به په جلا جلا توګه له رئيس چارلس ميشل سره وګوري او د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو او د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه به د نظريو ژورې تبادلې وکړي.

جاو لي جيان زياته کړې، چې چين له اروپا سره د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او غواړي د چارلس ميشل د دې ليدنې له لارې له اروپا سره ستراتيژيکې اړيکې ټينګې  او يوه اجماع رامنځته کړي، د خپلمنځي اړيکو دايمي، سالم او ثابت پرمختګ ته په ګډه وده ورکړي او د پېچلي او کړکیچن نړیوال وضعیت د ثابت کېدو لپاره خپل رول ولوبوي.

 (ژباړه: شکريه)