چين: امریکا بايد اقتصادي، سوداګریز او تخنیکي مسایل سیاسي نه کړي او د وسلې په توګه دې کار نه ترې اخلي
CMG2022/11/29 13:04:36
شريکول:

د امريکا د مخابراتو فډرالي کمیسیون په دې وروستيو کې ويلي، چې دوی امريکې ته د څو چیني شرکتونو لخوا د مخابراتي او ویډیويي څار تجهیزات واردول منع کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ٢٨مه نېټه په يوې خبري ناستې کې د امريکا دغه اقدام د ملي امنيت د ساتنې په پلمه او له خپل ځواک څخه د ناوړې ګټې اخيستنې په مټ د چيني شرکتونو د ځپلو يوه بله قضيه بللې ده.

نوموړي د امريکې دغه کړنه د بازاري اقتصاد اصولو سره په ټکر کې بللې او ويلي يې دي، چې واشنګټن نړيوال سوداګريز اصول تر پښو لاندې کوي او د چيني شرکتونو ګټو ته يې زيانونه رسولي دي.

جاو لي جيان په ټينګار ويلي، چې امريکا بايد خپلې غلطې کړنې سمې کړي، اقتصادي، سوداګريزو او ټکنالوژيکو مسايلو ته باید سياسي رنګ ور نه کړي، د وسلو په توګه یې باید ونه کاروي او د چيني شرکتونو په ګډون د ټولې نړۍ د شرکتونو لپاره باید عادلانه او بې توپيره بازاري چاپېريال برابر کړي.

نوموړي زياته کړې، چې چين به په هر حال کې د خپلو شرکتونو د مشروع حقوقو او ګټو ټينګه ساتنه وکړي.

(ژباړه: شکريه)