وانګ يي د مغولستان د بهرنیو چارو له وزیرې بتمونخ بتسیتیګ سره وکتل
CMG2022/11/29 10:45:43
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو او دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د نومبر په ۲۸مه نېټه له خپلې مغولي سیالې بتسیتیګ بتمونخ سره وکتل. 

وانګ يي له نوموړې سره په خبرو کې د چین او مغولستان اړیکې مخ په ټينګېدو او ژورېدو بللي او دا یې نه یوازې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره مهمې، بلکې د ناارامې نړۍ لپاره يې هم مهمې او ګټورې بللي او باور يې ښودلی، چې د ثابت نړيوال چاپېريال برابرونې ته به لاره جوړه کړي.

نوموړي ويلي، چې چین غواړي له مغولستان سره د دواړو هېوادونو د حکومتوالۍ تجربې تبادله او د پرمختګ او سمسمورتیا په لار کې يې خپلمنځي یووالی او همکارۍ پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په لوري ګډ ګامونه واخلي. 

مېرمن تبسیتیګ بتمونخ د وانګ يي له نظرونو او وړانديزونو سره موافقه ښودلې او ويلي يې دي، چې مغولستان د چین له یو لړ مهمو وړاندیزونو ټينګ ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره به د مهمو پروژو جوړونه وهڅوي او د خپلمنځي اړیکو د لا ټينګښت لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.

(هیله)