شي جين پينګ " له فلسطينيانو د پيوستون نړيوالې ورځې " نمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/11/30 14:52:32
شريکول:

ملګرو ملتونو د نومبر په ۲۹مه نېټه له فلسطينيانو د پيوستون نړيواله ورځ ونمانځله او د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې نمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په پيغام کې فلسطين د منځني ختيځ مسئلې کليدي او د دې مسئلې هراړخیز او مساوي حل يې د سیمې د سولې او ثبات او د نړۍ عدالت او انصاف پورې تړلی بللی دی.

شي جين پينګ په پیغام کې ويلي، چې په سوله کې د فلسطین او اسرائیل ګډ ژوند او د عربيانو او یهوديانو ګډ پرمختګ د دواړو خواوو له دايمي ګټو سره سمون لري او همدا يې د ټولو هېوادونو د خلکو ګډه هیله هم بللې ده.

نوموړي په پیغام کې نړيوالې ټولنې ته هم څرګند پيغام ورکړی، چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د دوو هېوادونو لايحه په ټينګه پلې کړي.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې هېواد يې د فلسطين د خلکو لخوا د خپلو ملي حقونو د ساتنې او اعادې ټينګ ملاتړ کوي او له فلسطين سره به د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په پار بشري او پرمختيايي مرستې وکړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره یو ځای د منځني ختيځ د دايمي سولې، عامه امنيت او ګډې سمسورتيا د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

بلبله