په امريکې کې د بلیک فرایډۍ په ورځ د وسلو اخيستلو ۱۹۳ زره سپارښتنې شوي
CMG2022/11/30 11:42:30
شريکول:

د امریکې د وسلو د معاملې ټولنې د نومبر په ۲۸مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې خلکو د تورې جمعې يا بلیک فرايډۍ د پېر او پلور پر مهال د وسلو اخيستنې ۱۹۳ زره سپارښتنې کړي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲ اعشاريه ۸ زياتوالی ښيي.

 بلیک فرایډۍ په امريکې کې د شاپېنګ يا سودا ورځ وي او ډېری خلک په همدې ورځ توکي اخلي.

امریکا شاوخوا ۳۳۰ میلیونه نفوس لري، خو خلک يې ۴۰۰ میلیونه ټوپکونه او وسلې په کورونو کې ساتلي، چې په منځني ډول هر سل کسان یې کابو ۱۲۰ ټوپکونه او وسلې لري.

د امريکې د ټوپک تاوتريخوالي ارشیف پر خپلې وېپاڼې یوه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې په دغه هېواد کې سږ کال د ډزو له امله ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

 (هیله)