چين او مغولستان به په نوې زمانه کې د عصري کېدو بهير په ګډه پرمخ يوسي
CMG2022/11/30 14:38:15
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۸ مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د مغولستان له ولسمشر اوخناګين خوريلسوح سره وکتل او ويې ويل، په داسې حال کې چې په نړيوال چاپېريال کې کړکېچ او بې ثباتي ورځ تر بلې زیاتېږي، چين غواړي له مغولستان سره د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په رڼا کې خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکړي او خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.

دواړه مشران په دې کتنه کې په ګډو هڅو د عصري کېدو بهير د پرمخ بېولو او د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه هوکړې ته رسېدلي، ګډه اعلاميه يې خپره کړې چې نوي پړاو ته د خپلمنځي اړيکو د داخلېدو مثبت پيغام يې ورکړی دی.

اوخناګين خوريلسوح د چین د مهمو ګاونډيو هېوادونو له مشرانو څخه دی چې د دغه هېواد د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرس وروسته د دغه هېواد په بلنې په رسمي سفر راغلی او دغه سفر د مغولستان د ولسمشر په توګه د اوخناګين خوريلسوح له ټاکل کېدو وروسته چين ته د نوموړي لومړی سفر دی. چین او مغولستان څه باندې ۴۷۰۰ کيلومتره ګډه ځمکنۍ پوله لري. مغولستان په چين کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته چين ته د دې وبا ضد د مبارزې لپاره ۳۰ زره پسونه ورکړي او چين ورپسې له مغولستانه د مننې په پار دغه هېواد ته چای ډالۍ کړی دی. په مغولستان کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته چين له دغه هېواد سره د وبا د کابو کولو تجربې شريکې کړې او محافظتي مواد يې ورلېږلي دي، چې په بدو ورځو کې يې واقعي دوستي ترې څرګنده شوې ده.

اوسمهال په نړۍ کې بې ساری بدلونونه په چټکۍ رامنځته کېږي، د کرونا وبا څپې يوه په بلې پسې پورته کېږي او نړۍ له زیاتو ننګونو سره مخامخ شوې ده، پرمختګ لا هم د ټولو ستونزو د هوارۍ کيلي ده. د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس روښانه پيغام ورکړی، چې چيني شکله عصري کېدل به نه یوازې چين ته سمسورتيا او پرمختګ راوړي، بلکې د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو حتی نړۍ په ګټه به هم وي. د مغولستان پارلمان د تېر کال په ډسمبر کې د بيا سمسورتيا نوې تګلارې منظورې کړې دي چې د دغه هېواد د اقتصادي ودې او د ۲۰۵۰ لرليد په نوم د خپل اوږد مهال پرمختګ د پلان د عملي کولو لپاره يې زمينه برابره کړې ده.

شي جین پینګ اوخناګين خوريلسوح ته وويل، دواړه هېوادونه کولی شي چې د ملي بيا سمسورتيا او د هېواد د عصري کېدو په لاره کې ګډې همکارۍ وکړي. دواړه مشران بيا هوکړې ته رسېدلي چې په سوله کې د ګډ ژوند، متقابلې مرستې او د ګډو ګټو او همکاريو په اساس به د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي، څو خپلمنځي اړيکې په نوې زمانه کې زيات او واقعي پرمختګونه وکړي.  

سوله د پرمختګ مخکنی شرط دی. رئيس شي جين پینګ په خپلو خبرو کې وويل، چې چين غواړي له مغولستان سره یو د بل خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکني تمامیت، همدارنګه يو د بل د پرمختګ لارې ته درناوی وکړي او په مهمو ګټو او موضوعاتو کې یو له بل ملاتړ وکړي. ولسمشر اوخناګين خوريلسوح وويل، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار او د نړيوال پرمختګ او نړيوال امنيت په اړه د چين له وړانديزونو څخه ملاتړ کوي.

د معلوماتو له مخې چين له تېرو مسلسلو ۱۸ کلونو راهيسې د مغولستان لومړی لوی پانګه اچوونکی هېواد او سوداګريز همکار دی. د چين او مغولستان ترمنځ سوداګريز ارزښت د مغولستان د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې تر۶۰٪ زياته برخه نيسي. په ۲۰۲۱م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيز سوداګريز ارزښت په لومړي ځل له ۱۰ ميليارډو ډالرو څخه واوښت. په داسې حال کې چې کرونا وبا لا هم د خپرېدو په حال کې ده او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا ځواک کمزوری شوی، چين او مغولستان څنګه د پرمختګ دوامدار خوځنده ځواک ترلاسه کړي؟

رئيس شي جین پینګ په دې کتنه کې په اشارې سره وویل، چې دواړه هېوادونه دې د پرمختګ خپل وړانديزونه ((يو کمربند او يوه لار)) او ((د ورشو لار )) سره وصل کړي، څو د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې  ابادۍ ته قوي ځواک ورکړي.

د دواړو هېوادونو د ګډې اعلاميې له مخې، دواړو خواوو د ګډو همکاريو ۱۶ سندونه لاسليک کړي او د زېربناوو اتصال او د انرژيو همکارۍ ته يې لومړيتوب ورکړی دی. همدارنګه دواړه خواوې هوکړې ته رسېدلي چې د چاپېريال ساتنې، د صحرايي سيمو د ادارې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.

يو مغولستاني متل دی، چې وايي د ګاونډيانو زړونه سره وصل شوي وي او برخليک يې مشترک وي. د دواړو هېوادونو مشرانو د ګډ پرمختګ نقشه پنځولې ده او دواړه هېوادنه به هرومرو د دوستانه ګاونډيانو، ښه ملګرو او ښه همکارانو په توګه د عصري کېدو په لاره کې ګډې همکارۍ وکړي او په نوې زمانه کې به ګډ پرمختګ او ګډه سمسورتيا رامنځته کړي.