چين د نړۍ د بيولوژيکي امنيت د ادارې لپاره د نويو ګډو نظريو غوښتنه کړې
CMG2022/11/30 15:26:46
شريکول:

د بيولوژيکي وسلو ممنوعيت تړون د سنجش ۹مه غونډه د نومبر په ۲۸مه نېټه په جنېوا کې تر سره شوه.

په دغې غونډې کې د چين د پلاوي مشر او د وسلو د کمولو په چارو کې د چين سفير لي سونګ هم ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي په خپله وينا کې د بيولوژيکي وسلو د خپرېدو د مخنيوي او د بيولوژيکي ساينس او تخنيکونو د سوله ييز استعمال د هڅونې په برخو کې د بيولوژيکي وسلو ممنوعيت تړون مهم رول ستايلی او د دغه تړون د ميکانيزم د پياوړتيا او د نړۍ د بيولوژيکي امنيت د ادارې د بشپړتيا په اړه يې د چين دريځ څرګند کړی دی.

د چين استازي لي سونګ ويلي، چې د بيولوژيکي وسلو ممنوعيت تړون لاسليک کوونکي هېوادونه بايد د نړۍ د بيولوژيکي امنيت په ادارې کې د تړون پر مرکزي رول ټينګار ولري او د دغه تړون د ميکانيزم د پياوړتيا په اړه باید نوې ګډې نظريې راغونډې کړي.