د بنګلادېش د کارناپهولي سيند تر اوبو لاندې د تونل پروژې د جنوبي برخې چارې بشپړې شوې او څو ورځې مخکې يې د پرانېستلو مراسم ترسره شول.
دغه تونل په بنګلادېش او هم په جنوبي اسيا کې تر اوبو لاندې لومړی تونل دی، چې چيني تصدۍ يې د جوړېدو چارې پر غاړه لري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۹مه نېټه په يوې خبري ناستې کې بنګلادېش ته د کارناپهولي سيند تر اوبو لاندې د تونل پروژې د جنوبي برخې د بشپړېدو مبارکي ويلې ده.
نوموړي ياده پروژه د بنګلادېش، چين، هند او ميانمر اقتصادي دهليز يوه مهمه برخه بللې ده.
جاو لي جيان زياته کړې، چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د پرمختګ تګلارې او سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي، د بنسټيزو تاسيساتو جوړولو ته وده ورکړي، سيمه ييز تګ راتګ پراخ او اسانه او متقابلې ګډې ګټې وساتي او د نړۍ خلکو ته ګټې ورسوي.
(مينه)