لي که چيانګ له خپل قزاقي سيال سره ويډيويي خبرې وکړې
CMG2022/11/30 10:45:38
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د ۲۹مې نېټې په ماسپښين له بېجينګ څخه په انلاين بڼه د قزاقستان له صدراعظم علي خان سمايلوف سره ويډيويي لېدنه کړې او په یو لړ مسئلو يې ورسره غږیدلی دی.

لي که چيانګ له خپل قزاقي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له قزاقستان سره لوړ پوړی تګ راتګ پياوړی او په هره کچه ورسره د نظر تبادلې ژورې کړي.

نوموړي ويلي، چين د پرمختګ تګلارې پر همکاريو ټينګار لري او له قزاقستان سره به په بېلا بېلو برخو کې عملي همکارۍ او په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې ورسره همغږي پياوړې کړي او د خپلمنځي اړيکو نوی پرمختګ او د سيمې سوله او ثبات به وهڅوي.

لي که چيانګ په خپلو خبرو کې هيله ښودلې، چې چين او قزاقستان د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پلان ښه پلی کړي او خپلمنځي سوداګري يې پر له پسې پرمختګ ومومي.

نوموړي زياته کړې، چې قزاقستان دې له تړون سره سم چين ته د ګازو د لېږد ثبات تامين کړي او هېواد يې په پام کې لري، چې له قزاقستان څخه لا زيات باکيفیته کرنيز او مالداريز توليدات وارد کړي.

علي خان سمايلوف په خپلو خبرو کې ويلي، چې قزاقستان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غوړاي د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت له چين سره سياسي متقابل باور ژور او د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پلان په ښه توګه ورسره پلی کړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد به يې له چين سره د سوداګرۍ، اقتصاد، انرژۍ، کرنې او کلتوري چارو کې همکارۍ او تبادلې پياوړې او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ تګ راتګ زيات کړي او خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ به یې وهڅوي.

(مينه)