د چين د سوداګريزو الوتکو ډلې د ((C919)) الوتکو د توليد جواز ترلاسه کړ
CMG2022/11/30 11:22:17
شريکول:

د چين د ختيځ هوايي چلند ادارې د نومبر په ۲۹مه نېټه د دغه هېواد د سوداګريزو الوتکو ډلې ته د ((C919)) په نوم لويو الوتکو د توليد جواز ورکړی دی.

له دې څخه ښکاري، چې چين اوس د لويو مسافر وړونکو الوتکو د توليد توان لري او د ملکي هوايي چلند د توليدي چارو پرمختګ لپاره يې ښه شرايط برابر کړي دي.

د چين د سوداګريزو الوتکو ډله به خپله لومړۍ ((C919)) الوتکه په راتلونکي ډسمبر کې د چين ختيځ هوايي شرکت ته وسپاري.

((C919)) الوتکه د چين د سوداګريزو الوتکو ډلې لخوا ډيزاين او څېړل شوې، چې په یو وخت ۱۵۰ کسان ليږدولی شي.

(مينه)