شي جين پينګ له خپل لاوسي سيال تونګلون سیسولیس سره وکتل
CMG2022/11/30 21:12:44
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۳۰مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د لاوس د خلکو انقلابي ګوند له عمومي منشي او د دولت له رئيس تونګلون سیسولیس سره وکتل.

دواړو خواوو په کتنه کې ويلي، چې دواړه هېوادونه بايد د دايمي ثبات، ښه ګاونډيتوب، متقابل اعتماد او هراړخيزې همکارۍ پر اصولو او د ښه ګاونډيانو، دوستانو، ملګرو او همکارانو پر روحيې ټينګار وکړي، د چين او لاوس د ګډ برخليک ټولنې ابادي دې لا پياوړې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.