د نړیوال بانک پخواني چارواکي او اقتصادي چارو کارپوه موانګي وچیرا ویلي، چې د چین د اقتصاد باکیفیته پرمختګ روښانه راتلونکی لري او دوامدار پرمختګ به يې نړیوال اقتصاد ته زیات حیاتي ځواک او د بیا سمسورتيا لپاره به يې ګټور فرصتونه برابر کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د نومبر په ۲۹مه نېټې په یوې خبري ناستې کې وویل، چې په تېرو لسو کلونو کې د چین د اقتصاد منځنی زیاتوالی ۶.۶ سلنه و او د نړیوال اقتصاد په پرمختګ کې يې د خدمتونو اوسط له ۳۰ سلنې پورته و.
نوموړي وويل، چې تېر کال د چین د کورنیو تولیداتو ارزښت د نړیوال اقتصاد په عمومي اندازې کې ۱۸.۵ سلنه ځای نیولی و او د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ارزښت يې ۶.۹ زرو میلیارډو ډالرو پورته و، چې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد او لومړی لوی سوداګریز هېواد ګرځېدلی دی.
جاو لي جيان زياته کړه، چین به د ورخلاص اقتصاد لا لوړې کچې نظام جوړ کړي او د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره به دوامدار حیاتي ځواکونه برابر کړي.
(هیله)