د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف د نومبر په ۲۹مه نېټه ویلي، چې هېواد يې له امريکې سره د ستراتيژيکو وسلو د کمښت نوي تړون پر پلې کېدو موافقې ته نه دی رسیدلی.
ريابکوف ویلي، چې امریکې د روسیې شرایطو ته هېڅ توجه نه ده کړې او هېواد به یې پر یاد تړون د بیا خبرو لپاره بله نېټه وټاکي. نوموړي هيله ښودلې، چې امریکا ستراتيژيک او ثابت ډیالوګ بیا پیل کړي او د ده په وينا، که امریکا له روسیې سره مساوي خبرې اترې ونه کړي، نو د دواړو خواوو ترمنځ ستراتيژیک ثبات به عملي نه شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د نومبر په ۲۹مې نېټې هیله ښودلې، چې امریکا د روسیې د پاملرنې وړ مسئلو ته سمه توجه وکړي او په ۲۰۲۳م کال کې د ستراتيژيکو وسلو د کمښت نوي تړون د خبرو اترو د بیا پيل لپاره ګټوره زمینه برابره کړي.
(هیله)