د چين د وارداتو نړيوال نندارتون په اړه د لاوس د دولت ريئس تونګلون سیسولیس خاطرې
CMG2022/11/30 15:41:58
شريکول:

د لاوس دولت رئيس تونګلون سیسولیس د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د نومبر په ۲۹مې نېټې بېجينګ ته تللی او ټاکل شوې، چې د نوموړي دغه رسمي سفر به د ډسمبر په لومړۍ نېټې پای ته ورسيږي. 

تونګلون سیسولیس څه موده مخکې له چين ميډيا ګروپ سره په مرکې کې د چين د وارداتو لومړي نړيوال نندارتون پر مهال له شي جين پينګ سره د راکړې ورکړې کېسې يادې کړې دي.

نوموړی د ۲۰۱۸م کال د نومبر په ۵مه نېټه د لاوس د صدراعظم په توګه له شي جين پينګ او نورو زياتو مشرانو سره يو ځای د چين له وارداتي نړيوال نندارتون څخه ليدنه وکړه.

کله چې دوی د چين د وارداتو نړيوال نندارتون کې د ګړنديو اورګاډيو نندارځي ته ولاړل، نو تونګلون سیسولیس وغوښتل، چې د ګړندي اورګاډي د چلولو سيسټم له نږدې وګوري او ويې چلوي.

شي جين پينګ نوموړي ته په ځواب کې وويل، مهرباني !

همدغه مهال د چين ـ لاوس اورګاډي پټلي هم ګټې اخېستنې ته چمتو شوې وه.

تونګلون سیسولیس د لاوس له نندارځي څخه د ليدنې په ترڅ کې شي جين پينګ ته د دغه هېواد د زر کلنې لرغونې ونې چای معرفي کړ او شي جين پينګ د هغې ونې د چای ستاينه وکړه.

تونګلون سيسولیس وويل، چې دغه چای وروسته په چين کې ډېر وپلورل شو او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين خلک د شي جين پينګ ليدنو او ويناوو ته ډېره پاملرنه لري.

تونګلون سیسولیس په مرکې کې ويلي، چې هغه د شي جين پينګ په کور دننه او بهر فعاليتونو ته ډېره پاملرنه کوي او د ده په اند شي جين پينګ د ټينګ هوډ، پراخ ليد او پياوړي توان لرونکی رهبر دی.

عکسونه:

د چين د ۲۰۱۸م کال په وارداتي نړيوال نندارتون کې د ګړنديو اورګاډو نندارځی

د چين د ۲۰۱۸م کال په وارداتي نړيوال نندارتون کې د لاوس نندارځی