روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۸مې نېټې د مونکيپوکس نوم په اېمپوکس((mpox)) بدل کړی دی.
ياد سازمان په يوې اعلاميې کې د مونکيپوکس نوم د بدلون موخه د احتمالي بدنامۍ مخنيوی بللی دی.
اعلاميه وايې، چې ياد دواړه نومونه به په راتلونکي يو کال کې هم وکارول شي، خو نوی نوم به په تدریجي ډول د تېر نوم ځای ونيسي.
يو کلن نتقالې موده به اېمپوکس ناروغۍ د خپرېدو په درشل کې د نوم بدلون له امله رامنځته شوې ګډوډۍ کې مرسته وکړي.
د روغتيا نړيوال سازمان شمېرې ښيي، چې د روانې مياشتې تر ۲۶مې نېټې پوری د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو او سیمو کې پر اېمپوکس د اخته کسانو شمېر ۸۱،۱۰۷ ته رسيدلی او ۱۵۲۶ شکمنې پېښې ثبت شوې دي او د دې ناروغۍ له امله تر اوسه ۵۵ کسان مړه شوي دي.
بلبله