د چین د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د نومبر د ۲۹مې نېټې د شپې په ۱۱بجو او ۸ دقیقو يې فضا ته د شن جو ۱۵م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ په بریالیتوب توغولې او ټاکلي مدار ته رسېدلې ده.
خبر وايي، د شن جو ۱۵م نمبر فضايي بېړۍ ۳ ستورمزلي د نومبر د ۳۰مې نېټې د سهار په ۷ بجو او ۳۳ دقیقو د چين په تیان ګونګ فضايي سټېشن کې د شن جو ۱۴م نمبر فضايي بېړۍ له ۳ ستورمزلو سره یو ځای شوي او په خپل فضايي کور کې يې ډله ییز عکسونه اخيستي دي.
دا د انسان وړونکو فضايي چارو په برخه کې د چین ۲۷مه دنده او د فضايي سټېشن تر جوړېدو راهیسې يې ۴مه انسان وړونکې فضايي دنده وه.
د چين ياده بريالۍ دنده د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد د فضايي سټېشن د کلیدي ټکنالوژۍ د تائید او جوړېدو په مرحله کې ۱۲ټاکلې دندې بشپړې کړې دي.
(هیله)