چين پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې په ګډو هلو ځلو د فلسطين مسئله حل کړي
CMG2022/12/01 11:13:36
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د نومبر په ۳۰مه نېټه د دې نړيوال سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطين مسئلې او د منځني ختيځ د موضوعاتو د څېړنې پرمهال پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې په ګډو هلو ځلو او په هراړخيزه او عادلانه توګه د فلسطين مسئله حل کړي.

ګنګ شوانګ د فلسطين مسئله د منځني ختيځ د ستونزو د هواري لپاره مرکزي ټکی بللی او ويلي يې دي، چې په هراړخيزه او عادلانه توګه د فلسطين مسئلې حلول د سيمه ييزې سولې او ثبات او نړيوال عدالت سره ټينګ تړاو لري.

نوموړي ويلي، چې د روان کال له پيل راهيسې، د فلسطين په نيول شوې خاورې کې حالات پر له پسې ترينګلي او خړپړ شوي دي.

ګنګ شوانګ زياته کړې، چې حقيقتونه د دې ښکارندويي کوي، چې د بحران نامنظم کنټرول د مناسبې لارې ځای نه شي نيولی او لنډ مهالي تدبيرونه او اقتصادي او بشري مرستې د سياسي خونديتوب مسئلې نه شي حل کولی.

نوموړي ويلي، چې په منځني ختيځ کې د سياسي نظريو او اغېزمنو ډيپلوماتيکو فعاليتونو پېل کېدل، د امنيت شورا په شمول د نړيوالې ټولنې ګډو هلو ځلو ته اړتيا لري.

چين د فلسطين صميمي دوست او د فلسطين او اسرائيل د سولې ټينګ ملاتړی دی او د فلسطين مسئلې په برخه کې به تل د سولې، عدالت او اصولو ملاتړ وکړي.