د چين صدراعظم د لاوس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او دولت رئيس سره وکتل
CMG2022/12/01 11:12:14
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د ډسمبر په ۳۰مې نېټې په بېجينګ کې د لاوس د خلکو د انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او دولت رئيس تونګلون سيسوليس سره کتلي او په یو لړ مسئلو يې ورسره غږیدلی دی.

لي که چيانګ چين او لاوس نيک ګاونډيان بللي او ويلي يې دي، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ له لاوسي سیال سره په خبرو کې د دواړو ګوندونو او هېوادونو د هر اړخيزو اړيکو هڅونه کړې ده.

نوموړي چين ته د لاوس د مشرتابه سفر ستايلی او ويلي یې دي، چې هېواد به يې له لاوس سره واقعي همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

لي که چيانګ زياته کړې، چې چين به د شي جين پينګ په مرکزيت او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په مشرۍ له لاوس سره د حکومتوالۍ په چارو کې تجربې شريکې کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو ګوندونو او هېوادونو د همکاريو فضا او پټ توان به پراخ کړي.

تونګلون سيسوليس په خپلو خبرو کې ويلي، چې د لاوس او چين اړيکو او همکاريو پر له پسې پرمختګ کړی دی.

نوموړي د چين ـ لاوس د اورګاډي پټلۍ چارې ستايلي او باور يې ښودلی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ غځېدلې اوسپنيزه لاره به د اړيکو په نږديوالي کې ښه رول ولوبوي.

نوموړي په لاوس کې د چيني تصديو د پانګونې هرکلی کړی دی.