د چين دولت رئیس شي جين پينګ د ډسمبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د اروپايي شورا له مشر چارلیس ميشل سره ولیدل او په یو لړ مسئلو یې ورسره د نظريو تبادلې وکړې.
شي جين پينګ له ميشل سره په خبرو کې پر سياسي لارو چارو د اوکراين بحران د حل و فصل غوښتنه کړې او دا چاره يې د اروپا له ګټو سره سمه او هم د اسيا او اروپا د لویو وچو د بېلا بېلو هېوادونو په ګټه بللې ده.
نوموړي ويلي، چې هيڅوک بايد د اوکراين کړکېچ ته لمن ونه وهي او له سختوالي او پراخوالي څخه يې باید ډډه وشي، د سولې او خبرو اترو پر هڅولو باید ټينکار او د بحران د منفي اغېزو د پراخوالي د مخنيوي لپاره باید هڅې وشي او نړيواله ټولنه باید د ممکنې ډله ييزې مبارزې د رامنځته کېدو ته بيداره واوسي.
شي جين پينګ زياته کړې، چې چين د اروپايي ټولنې د هغو کړنو ملاتړ کوي، چې د اوکراين د کړکېچ د حل په برخه کې د منځګړيتوب لپاره هڅې پياوړې کړي او د اروپايي امنيت د برابر، اغېزمن او دواملرونکي چوکاټ په ابادۍ کې لارښوونکی رول ولوبوي.
چين به د اوکراين د کړکېچ د حل په برخه کې رغنده رول ولوبوي.