له تېرو ۳۲ کلونو راهيسې په امريکا کې شاوخوا ۱.۱۱ ميليونه کسان په ډزو وژل شوي
CMG2022/12/01 14:30:51
شريکول:

د امريکا طبي ټولنې مجلې د نومبر په ۲۹مې نېټې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې له ۱۹۹۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې په دغه هېواد کې له يو ميليون او ۱۱۰ زرو څخه زيات کسان د ټوپک په ډزو وژل شوي او له دې جملې څخه ۲۵/۸سلنه يې افریقايي الاصله امريکايان دي.

مجله وايي، چې  د ټوپک په اړوندو پېښو کې د امريکا د بېلا بېلو ټولنو او ډلو د مړينې کچې توپيرونه لري او دا توپيرونه په تېرو ۱۰ کلونو کې لا نور هم څرګند زيات شوي دي.

د امريکا طبي ټولنې مجلې په ۲۰۲۱م کال کې په امريکا کې د ټوپک په ډزو د وژل شويو کسانو شمېر په تېرو ۳۰ کالونو کې بې ساری لوړ بللی دی.

(مينه)