د پاکستان د خېبر پښتونخوا ايالت د سکرو په کان کې د نومبر په ۳۰مه نېټه چاودنه شوې، چې له امله يې ۷ تنه مړه شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
د سکرو دغه کان د خېبرپښتونخوا په اورکزی سيمې کې دی او د چاودنې لامل پکې زيات ګاز ښودل شوی دی.
رسنۍ وايي، چې ژغورونکي سيمې ته رسېدلي او د ژغورنې چارې يې پيل کړې دي.
د پېښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.
(مينه)