د ارواښاد جيانګ ځه مين مړی د ځانګړې الوتکې له لارې بېجينګ ته انتقال شو
CMG2022/12/01 21:24:42
شريکول:

د چين د پخواني ولسمشر ارواښاد جيانګ ځه مين مړی په يوه ځانګړې الوتکه کې، د ډسمبر په لومړۍ نېټه له شانګهای څخه د بېجينګ د شي جياو هوايي ډګر ته انتقال شو.

د شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جانګ شو، وانګ يانګ، لي چيانګ، جاو له جي، وانګ هو نينګ، هان جنګ، دينګ شوی شيانګ، لي شي او وانګ چي شان په شمول د چين د کونېست ګوند او د دولت مشرانو په هوايي ډګر کې د ماتم مراسم تر سره کړل او د ملګري جيانګ ځه مين خپلوانو ته يې ژوره خواشيني څرګنده کړه.