د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د اروپايي شورا له مشر چارليس ميشل سره وکتل او په يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وویل، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس څه موده مخکې ترسره شو او اوس چين ته د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېوادونو په استازيتوب د چارليس ميشل سفر د اروپايي ټولنې د ښه نيت ښکارندويي کوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې چين او اروپا د نړۍ د سولې د ساتلو دوه ستر قوتونه، د ګډ پرمختګ دوه لوی بازارونه او د انساني پرمختګ د پرمخبيولو دوه ستر تمدنونه بللي دي.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چین د پخواني دولت رئیس جيانګ ځه مين مړينې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې نوموړي په خپل وخت د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې او مونږ به اوس د دواړو خواوو د اړيکو ټينګښت او پرمختګ ته دوام ورکړو.
جيانګ ځه مین د نومبر په ۳۰مه نېټه په شانګهای کې د ناروغۍ له امله ومړ.
شي جين پينګ د اروپايي شورا مشر چارليس میشل ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د مهمو لاسته راوړنو او د چيني ډوله عصري کېدو پنځګونو ځانګړتياوو په اړه مالومات ورکړل.
نوموړي د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو د پرمختګ په اړه څلور نظرونه وړاندې کړي:
۱ـ چين او اروپايي ټولنه دې پر سم تفاهم ټینګار ولري.
۲ـ دواړه لوري دې په سمه توګه توپیرونه اداره کړي.
۳ـ چين او اروپايي ټولنه دې د لوړې کچې همکارۍ ترسره کړي.
۴ـ دواړه خواوې دې نړيواله همغږي او همکارۍ پياوړې کړي.
د اروپاپي شورا مشر چارليس ميشل په خپلو خبرو کې رئيس شي جين پينګ ته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي وويله او د اروپايي ټولنې په استازيتوب يې د چين د دولت پخواني مشر جيانګ ځه مين پر مړينه ژور خواشیني وښوده.
نوموړي وويل، چې اروپايي ټولنه د چين د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته له رئیس شي جین پینګسره کتنې ته اهميت ورکوي او غواړي له چين سره د بېلا بېلو مهمو مسئلو په اړه ژورې خبرې اترې وکړي.
چارليس میشل زياته کړه، چې اروپايي ټولنه د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي، د چين حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
دواړو خواوو د اوکراین د کړکیچ په اړه هم د نظریو تبادله وکړه.