رسنۍ: جاپان او امريکې د استخباراتو څېړنيزه اداره جوړه کړې
CMG2022/12/01 11:28:51
شريکول:

د جاپان دفاع وزارت د نومبر په ۲۹مه نېټه اعلان کړی، چې د امريکا له پوځ سره يې د استخباراتو څېړنيزه اداره (BICA) جوړه کړې ده.

جاپان د دغې ادارې د جوړولو موخه د خپلو دفاعي ځواکونو او امريکايي پوځ لخوا د راټولو شويو استخباراتي مالوماتو شريکول او تحليلول ياد کړي دي.

دواړو هېوادونو په تېر سپتمبر کې د امريکا د بېپيلوټه کشفي الوتکې (( MQ-9)) د استعمال پر مهال د يادې ادارې پر جوړولو موافقه کړې وه.

د جاپان دفاع وزارت ويلي، چې ياده اداره د دغه هېواد د دفاع وزارت د استخابراتو ادارې د مشر، د ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو د چارواکو او د امريکايي هوايي ځواکونو د چارواکو په ګډون کابو ۳۰ غړي لري.

(ژباړه: شکريه)