د اروپايي ټولنې مشرې يورسولا وان دير لين په يوې اعلاميې کې ويلي، چې يادې ټولنې د روسيې د مرکزي بانک د ۳۰۰ ميليارډو يورو زيرمې کنګل کړي او په پام کې لري، چې داسې پيسې ضبط کړي.
د اروپايي ټولنې، امریکا او لوېدیځو هېوادونو چارواکي له څو میاشتو راهیسې پر دې بوخت دي، چې په کومې قانوني لارې کولی شي، په بهر کې د روسیې کنګل شوې شتمنۍ ضبط کړي.
د اروپايي ټولنې په اکثرو هیوادونو کې د کنګلو شتمنیو ضبط کول، یوازې د سزایي جرمونو په صورت کې قانوني بلل کيږي.
په تور لېست کې د روسانو د ډېرو شتمنيو ضبط یا کنګل کول ستونزمن کار دی، ځکه د دوی زياتره شتمنۍ د خپلو کورنيو د غړو یا نورو کسانو په حسابونو کې ثبت دي.
د اروپایی ټولنې مشرې يوسولا وان دیر لين په اعلاميې کې ویلي: " مونږ د روسیې د مرکزي بانک د ۳۰۰ ميلیارډه یورو په ارزښت زېرمې او د روسي بيليونرانو ۱۹ ميلیارده یورو کنګل کړي دي."
(ژباړه: شکريه)