شينهوا اژانس د نومبر په ۳۰مه نېټه د چين د ماليې وزارت په قول خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين د دولتي تصديو عوايد ۶۶۴۱۹ ميليارډه او ۹۶۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۹ سلنه زياتوالی ښيي.
مالومات ښيي، چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين د دولتي تصديو ټولې ګټې ۳۶۱۹ ميليارډه او ۶۹۰ ميليونو يوانو ته رسيدلي، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې 3.3 کموالی ښيي.
د روان کال په لومړيو لسو میاشتو کې د چين د دولتي تصدیو تحويل شوي مالیات او فيسونه ۴۹۴۸ ميلیارډه او ۷۴ ميليون یوان وو، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱.۱ سلنه زیاتوالی ښيي او د اکتوبر تر پایه پورې، پر دولتي تصدیو د پورونو انډول ۶۴.۵ سلنه و، چې کابو ۰.۲ سلنه زیاتوالی يې موندلی دی.
بلبله