امريکا د اروپايي ټولنې غړي قانع کوي، چې د روسیې د تېلو بيې پر محدودې موافقه وکړي
CMG2022/12/01 14:46:09
شريکول:

د امريکا پوليتيکو ورځپاڼې د نومبر په ۲۹مې نېټې پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د امريکا ډيپلوماتانو د روسی تېلو د بيې د محدوديت په پار د اروپايي ټولنې په بحثونو کې ګډون کړی او هڅې کوي، چې د دغې ټولنې غړي هېوادونه د هر بېلر روسي تېلو  د تر ټولو لوړې بيې  ۶۲ ډالرو پر ټاکلو  موافقه وکړي.

د اروپايي ټولنې کميسيون روانه اوونۍ خپلو غړو هيوادونو ته وړانديز کړی، چې د هر بيلر روسي تېلو تر ټولو لوړه بیه ۶۲ ډالره وټاکي، خو د دې ټولنې ځيني غړي لکه پولنډ، ايسونيا او ليتوانيا بیا پر دې نظر دي، چې د هر بېلر روسي تيلو تر ټولو لوړه بیه باید له ۶۲ ډالرو ټيټه وي، څو د روسیې ګټې کمې شي.

د اروپايي ټولنې يوه ډيپلومات رسنيو ته څرګنده کړې، چې امريکا له اروپايي ټولنې سره د مستقيمو تماسونو له لارې پولنډ سره موافقه کړې وه، خو د دې ټولنې بل ډيپلومات بيا ويلي، چې امريکا د روسي تېلو د بيې پر محدوديت يوازې له اروپايي ټولنې سره د نظريو تبادلې کوي او پر کوم هيواد يې فشار نه دی اچولی.