د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جيانګ ځه مين د مړينې له امله د ماتم په مناسبت د چوپتيا مراسم تر سره کړل
CMG2022/12/01 21:25:53
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د نومبر په دېرشمه نېټه د چين د دولت د پخواني رئيس جيانګ ځه مين د مړينې له امله د ماتم په مناسبت د چوپتيا مراسم تر سره کړل.

د امنيت شورا نوبتي رئيس هاروډ اجمان د ماتم په مراسمو کې وويل، چې ښاغلي جيانګ ځه مين د نړيوالې سولې، امنيت او پرمختګ او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون، عصري کېدو او اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم خدمتونه کړي او د ده مړينه د چين او نړيوالې ټولنې لپاره لویه ضايعه بلل کيږي. نړيواله ټولنه به نوموړی هېر نه کړي.

بر سيره پر دې، د زياتو هېوادونو مشرانو او نړيوالو سازمانونو مسوولينو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د خواخوږۍ پيغامونه ولېږل او يا په نورو لارو د ښاغلي جيانګ ځه مين د مړينې په مناسبت ژوره خواشيني وښوده.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپل پيغام کې وويل، چې ښاغلی جيانګ ځه مين د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د نړيوال مقام د لوړوالي لپاره مهم خدمتونه کړي.