چين له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ لپاره مهم خدمتونه کړي او کوي يي
CMG2022/12/01 15:23:40
شريکول:

د روان کال راهيسې د نړۍ په ډېرو سیمو کې د تودوخې درجې د لوړېدو، د يخچالونو د وېلې کېدو، د سېلابونو او سختې وچکالۍ په شمول زیاتې طبيعي پېښې او ناورينونه رامنځته شوي دي. له دې څخه ښکاري چې په نړۍ کې اقليمي بدلون مخ په سختېدو دی او له اقليمي بدلون سره مقابله يوه ډېره بېړنۍ دنده بلل کېږي. د نومبر په دېرشمه نېټه د چين د نړيوالې اقتصادي تبادلې په مرکز کې د اقتصاد په اړه مياشتنی ډيالوګ تر سره شو او برخه والو د انرژۍ د سپما او د شنو خونو ګازونو د خپرېدا اندازې د کمښت او د اقليمي بدلون له کبله د رسېدلو زيانونو د له منځه وړلو په باب بحث وکړ.

د چين د نړيوالې اقتصادي تبادلې د مرکز د شورا مرستیال مشر او د کارپوهانو کمېټې مسؤل وانګ يي مينګ دې ته په اشارې سره وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې چين له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ لپاره ورځ تر بلې مهم رول لوبولی او په دې برخه کې فعال ګډون کوونکی او مهم خدمت کوونکی ګرځېدلی دی. هغه وویل چې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۲۱م کاله پورې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت هر کال په سلو کې شپږ اعشاريه پنځه زياتوالی موندلی، خو په همدې موده کې د دغه هېواد د انرژۍ د مصرفي اندازې کلنی زياتوالی يوازې په سلو کې دری و . په ټولو انرژيو کې د سکرو مصرفي انډول يې د ۲۰۱۴م کال له ۶۵،۸ سلنې څخه د ۲۰۲۱م کال ۵۶ سلنې ته راټيټ شوی چې هر کال په منځنۍ توګه يو اعشاريه څلور سلنه کموالی راغلی دی. د اوبو، باد او لمر په وسيله د برېښنا توليدولو لپاره د جنراتورونو ظرفيت له دريو میليونو کیلو واټو څخه اوښتی چې دغه شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی. سربېره پر دې په نړۍ کې د باد او لمر په وسيله د برېښنا توليدولو لپاره ۸۰ سلنه تجهيزات په چين کې توليد شوي دي. دغه راز د بياکارونکې انرژۍ په چارو کې د چين پانګونې ۳۸۰ ميليارډه امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې شمېر يې هم د نړۍ لومړی ځای خپل کړی دی.

وانګ يي مينګ وويل چې د چين حکومت په فعاله توګه د پاريس تړون پلی کړی، له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې يې د نړۍ لپاره خپل خدمتونه زيات کړي، د کاربن دوه اکسايد د خپرېدو اندازې د کمښت په اړه اړونده تګلاره او د شنو خونو ګازونو د ايستنې اندازې د کنترول په اړه اوږدمهاله ستراتيژي جوړه کړې. په ټول هېواد کې د کاربن دوه اکسايد د خپرېدو حق د معاملوي بازار د ابادۍ لپاره يې هڅې کړې او د ۲۰۳۵م کال لپاره له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره يې دولتي ستراتيژي هم ټاکلې ده. هغه وويل، دغه حقايق ښيي چې په دې حال کې چې ځينې پرمختللي هېوادونه تل له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې متردده تګلاره غوره کړې، چين لا تر اوسه ټينګه اراده لري، اغېزناک ګامونه یې پورته کړي او د نړۍ لپاره یې مهم خدمتونه کړي دي.

نو څنګه د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د موندلو پر مهال له اقليمي بدلون سره مقابله وشي؟ د چين د اقليمي بدلون د ستراتيژيکې څېړنې او نړيوالو همکاريو د مرکز مسؤل شيو هوا چينګ ويلي چې د دغه کار د تر سره کېدو کليدي برخه د انرژۍ د جوړښت غوره والی او د اړوندو تخنيکونو نوښت دی. د ده په اند د انرژۍ سپما او د شنو خونو ګازونو د خپرېدو د اندازې کمښت په تېره بيا د کاربن دوه اکسايد د خپرېدو اندازې د کمښت په اړه د موخې تر سره کېدنه د انرژۍ د جوړښت د غوره والي او د تخنيکي پرمختګ خوځښت راوړي. هغه وويل چې د بېلګې په توګه د نوې انرژۍ صنعت او د لمريزې انرژۍ په اړه توليدات د چين د زرغون او ټيټ کاربن لرونکي پرمختګ لپاره مهم رول لوبولی او په دې ساحه کې نوی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی په تېره بيا د نوې انرژۍ موټرونه.

 روان کال د نوې انرژۍ د موټرونو پرمختيایي انډول بې ساری دی او تر اوسه د چينايانو له خوا د ساتل شويو دا ډول موټرو اندازه د نړۍ د عمومي اندازې نيمه برخه نيسي. نو زما په اند موږ دې د انرژۍ د جوړښت د غوره والي او د تخنيکي پرمختګ د موندلو لپاره هڅه وکړو.

ښاغلي وانګ يي مينګ هم په دې اند دی چې د تخنيکي پرمختګ پرمخ بېول د شنو خونو ګازونو د خپرېدو اندازې د کمښت لپاره ډېر اهميت لري. که اړوند تخنيکونه پرمختګ ومومي، نو د کاربن دوه اکسايد د خپرېدو اندازه به هم په چټکۍ سره کمه شي. د ده په نظر په دې برخه کې د علمي نوښت ميکانيزم هم ډېر مهم دی.