بېجينګ: له اروپا مو يو پر بل د اتکا قوي قتصادي اړيکې ټينګې کړي
CMG2022/12/02 11:46:39
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جيو تينګ د ډسمبر په لومړۍ نېټې په يوې خبري ناستې کې د چين او اروپا د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په اړه وويل، چې چين له اروپا سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او د ګډ ګټو پر بنسټ د همکاريو ، د نړۍ د صنعتي او برابرونکي ځنځيرونو د ثبات او د نړيوالې سوداګرۍ د قواعدو او نظم د ساتلو هڅې کوي.

شو جيو تينګ وويل، چې چين او اروپا د دواړو خواوو د لوړ پوړيو چارواکو په سياسي لارښوونې سره يو بر بل اتکا لرونکې قوي قتصادي اړيکې ټينګې کړې دي.

د مالوماتو له مخې، د سږ کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې د چين او اروپا د سوداګرۍ اندازه ۷۱۱ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۶.۳ سلنه زياتوالی موندلی دی.

چين په همدې مودې کې د اروپايي ټولنې لومړی لوی سوداګريز همکار پاتې شوی او اروپايي ټولنه بیا د چين دويم لوی سوداګريز همکار ګرځيدلی دی.

شو جيو تينګ زياته کړه، چې چين غواړي له اروپايي ټولنې سره د دواړو خواوو د مشرانو د موافقو او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي سوداګرۍ ته پرمختګ ورکړي، د لوړې کچې همکارۍ ورسره وکړي او نړيوال اقتصاد ته لا ثابته او مثبته انرژي برابره کړي.

(مينه)