د اوکراین د ولسمشر سلاکار ميخايلو پودولیاک د ډسمبر په لومړۍ نېټې ويلي، چې د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ راهيسې يې د روسیې سره په شخړې کې له ۱۰ تر ۱۳ زرو سرتيري وژل شوي دي.
نوموړي دغه خبر د اوکراين د عمومي درستیزانو ادارې او قوماندانۍ د ارزونې له مخې ورکړی دی.
د اروپايي ټولنې د کمیسیون رئیسې ون دیرلین له دې وړاندې ويلي وو، چې د روسیې او اوکراین په شخړې کې له سلو زرو زیات اوکرایني سرتیرې وژل شوي دي.
(هیله)