راپور: په امريکا کې د ډزو په پېښو کې څرګند نژادي توپيرونه ښکاري
CMG2022/12/02 13:10:15
شريکول:

د امريکا جۍ اې اېم اې (JAMA) مجلې د نومبر په ۲۹مې نېټې په دغه هېواد کې د ډزو پېښو په تړاو څېړنيز راپور خپور کړی، چې له مخې يې په تېرو دېرشو کالونو کې په امريکې کې څه باندې يو ميليون کسان د ډزو له امله وژل شوي دي.

جۍ اې اېم اې مجله په خپل څېړنيز راپور کې وايي، چې په امريکې کې په وروستيو کلونو کې د ډزو پېښې ډېرې زياتې شوي او په دغو پېښو کې د وژل شويو کسانو ترمنځ نژادي توپيرونه لېدل کيږي او لږکيو ته پکې ډېره مرګژوبله اوښتې ده.

ياد راپور وايي، چې په امريکې کې له ۱۹۹۰ م څخه تر ۲۰۲۱ م کال پورې څه باندې يو ميليون او ۱۱۰ زره وګړي د ډزو په پېښو کې وژل شوي او د قربانيانو په منځ کې نژادي توپيرونه پکې له ورايه محسوسيږي.

راپور زياتوي، چې په امريکا کې د تېر کال د ډزو په پېښو کې له ۲۰ څخه تر ۲۴ کلن پورې د وژل شويو افريقا الاصله امریکايي نارينه وو شمېر د هغو سپين پوستو نارينه وو په پرتله ۲۲،۵ځله زيات ښکاري، چې عمرونه يې له ۳۰ تر ۳۴کلن پورې وو.