د چين صدراعظم لي که چيانګ د ډسمبر د لومړۍ نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د اروپايي شورا له مشر چارلیس میشل سره کتلي او په یو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.
چارليس ميشل د چين د دولت پخواني مشر جيانګ ځه مين پر مړينې ژوره خواشيني ښودلې ده.
لي که چيانګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې ټول د جيانګ ځه مين مړينې خواشيني کړي او د اروپا له خواخوږۍ يې مننه کړې ده.
نوموړي چين او اروپا د نړۍ د امنيت ساتنې او د پرمختګ لپاره مهم ځواکونه بللي او ويلي يې دي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ له چارلیس ميشل سره د دواړو خواوو د اړيکو په پار ژورې او دوستانه خبرې کړې دي.
لي که چيانګ ويلي، چې چين غواړي، له اروپايي ټولنې سره د متقابل درناوي او مساوي چلند د اصلو پر بنسټ همکارۍ پراخې کړي او دواړه خواوې دې خپلمنځي توپيرونه په سمه توګه حل کړي او په ګډه دې د انرژۍ، خوراکي توکو امنيت او د نړيوال صنعتي او عرضې د ځنځیرونو امنيت او ثبات وساتي، څو خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ يې په سالمه او ثابته توګه پرمختګ وکړي.
نوموړي ويلي، چين تل د اروپا د يو ځای کېدو له بهير څخه ملاتړ کړی او هيله يې ښودلې، چې چين او اروپايي ټولنه دوه اړخيزې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.
د اروپايي شورا مشر چارلیس میشل په خپلو خبرو کې ويلي، چې اروپايي ټولنه د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټینګار کوي او دې ته سترګې په لار ده، چې له چین سره د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د نوې دورې کتنه په بریاليتوب تر سره کړي.
لي که چيانګ او چارلیس میشل د يادې لېدنې په ترڅ کې د نړيوالو او سيمه يزو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې کړې دي.