چين به د کرونا وبا مخنيوي او کنټرول ته ادامه ورکړي
CMG2022/12/02 13:13:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په لومړۍ نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې ويلي، چې هېواد به يې د کرونا وبا مخنيوي او کنټرول ته ادامه ورکړي او د اغيزناکو تدبيرونو په نيولو به د اقتصاد او ټولنې سالم او ثابت پرمختګ تضمين کړي او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره به خدمتونه وکړي.

د امريکا د ماليې وزيرې يلون ويلي، چې د چين د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تګلارې د نړیوال اقتصاد پر راتلونکې منفي اغيزې کړې دي.

جاو لي جيان د نوموړې يادې څرګندونې ناسمې او بې ځايه بللي او زياته کړې يې ده، چې چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د دې وبا د مخنيوي او کنټرول ترڅنګ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هم همغږي کړي او د نړيوالو صنعتي او برابرونکو ځنځيرونو د تضمين او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

نوموړي پر امريکايي چارواکو غږ کړی، چې د حقیقتونو پر بنسټ څرګندونې وکړي، پر چين د تورونو لګول دې بند او د نړيوالې ټولنې د ګډ پرمختګ لپاره دې کارونه تر سره کړي.