جاو لي جيان: چين د بلينکن هرکلی کوي
CMG2022/12/02 11:19:45
شريکول:

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن تمه ښودلې، چې چين ته سفر وکړي او د ايندونيزيا په بالي ټاپو کې د چين او امريکا د مشرانو د کتنې د وروستيو چارو او موافقو په اړه چيني لوري سره خبرې وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په لومړۍ نېټې په يوه خبري ناسته کې بلينکن ته د راتګ هرکلی ویلی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د ايندونیزيا په بالي ټاپو کې د چين او امريکا مشرانو لېدنه مهمه او اغېزمنه بللې او ويلي يې دي، دا ډېره مهمه ده چې دواړه خواوې د يو بل د ګټو، نيتونو او تګلارو په اړه څرګندې او مستقيمې  سلامشورې وکړي.

بلينکن ويلي، چې هغه غواړي له چین څخه په ليدنې دا ډول سلامشورو ته دوام ورکړي او د شخړو مخنيوی وکړي.

وياند جاو لي جيان يادې خبري ناستې ته ويلي، چې چين تل د رئيس شي جين پينګ لخوا د ټاکل شويو دريو اصولو (( متقابل درناوی، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ) په رڼا کې له امريکا سره خپلې اړيکې تنظيمې کړې او کوي يې.

نوموړي هيله ښودلې، چې امريکا دې له چين سره پر يو لوري ګامونه پورته کړي، د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډ نظرونه دې په بشپړه او دقيقه توګه پلي کړي او د خپلامنځي اړيکو د لارښوونکو اصولو يا ستراتيژيکي چوکاټ پر ټاکلو دې ګډ بحثونه وکړي څو د دوو لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سمه پرمختيايي لاره دې پيدا کړي ، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې سم مدار ته بېرته راستنې کړي او دواړو هېوادونو حتی نړی ته ګټې ورسوي.

(مينه)