د چین تصدۍ د ژمي په را رسېدو سره خلکو ته د ګرمې هوا د برابرولو په پار ډېرې هڅې کوي.
د چین د پیترولیم دولتي شرکت ويلي، چې د سږني ژمي لپاره يې څه باندې سل میلیارډه متره مکعب طبیعي ګاز زېرمه کړی دی.
د چين د جنوب لوېديځ د نفتو او طبیعي ګازو لرونکې سيمه، چې د دې هېواد په سه چوان ولايت کې ده، د استخراج علمي چارې يې روانې دي او اټکل کېږي، چې سږ کال به يې د طبیعي ګازو تولیدي اندازه له ۳۸ میلیارډو مکعب مترو څخه پورته وي.
د شنجیانګ د تلیمو د تېلو او طبیعي ګازو لرونکې سيمې کې سږ کال د طبیعي ګازو د استخراج ۲۲ نوې څاګانې پر کار لوېدلي، چې تولیدي اندازه يې ۱.۸ میلیارډه مکعب مترو ته رسېږي.
په چین کې اوسمهال د نفتو او طبیعي ګازو د پایپلینونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او په روان ژمي کې به خلکو ته ګرمه هوا برابره کړي.
(هیله)