د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په لومړۍ نېټې په بېجينګ کې د اروپايي شورا له مشر چارليس ميشل سره وکتل او په يو لړ مسئلو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو د پرمختګ لپاره څلور وړانديزونه کړي او هيله يې ښودلې، چې اروپايي ټولنه د چين د عصري کېدو پر لارې يو مهم ملګری شي.
نوموړي وويل: ”نړۍ مخ په ناثابتېدو ده، د چين او اروپایي ټولنې همکارۍ ورځ تر بلې مهمې دي. “
چارلیس ميشل په خپلو خبرو کې ويلي، چې اروپايي ټولنه به د چين د باور او وړاندوينې وړ همکاره وګرځي.
د نوموړي ياده څرګندونه د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو د پرمختګ لپاره لوری روښانه کړی او د دواړو خواوو د مثبتې ارادې ښکارندويي کوي.
چين او اروپايي ټولنه د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو په توګه د رښتيني څو اړخيزتوب او د نړۍ د سولې او پرمختګ د ساتلو ګډ مسووليت لري.
دواړه خواوې د اقلیمي بدلون، انرژۍ امنیت او عامې روغتیا په ګډون د ډېرو مسئلو په اړه پراخې موافقې لري.
(ژباړه: شکريه)