افغانان اړ دي، چې په ژمي کې کثافات وسوځوي
CMG2022/12/02 14:29:52
شريکول:

افغانستان غرنی هېواد دی او ډېری سیمې يې سوړ ژمی لري او په ډېرو سیمو کې يې د هوا د تودوخې درجه د سانتې ګراد په کچه له صفر ټېټه وي.

افغانان د امريکا د شل کلن یرغل له امله اوس له ډېرو سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ځيني افغانان ډېر کم عايد لري او اړ دي، چې په ډېرانونو کې کثافات پيدا کړي او بیا یې د خونو په ګرمو کې ترې کار واخلي او ويې سوزوي، خو د کثافاتو سوځول د دوی پر روغتيا ډېره بده اغېزه کوي.

د کابل ښار اوسيدونکی ضیاالدین وايي، ټول افغانان رسنۍ ويني او پوهيږي، چې امريکا د افغانستان پیسې کنګل کړي او وايي امريکا باید د بېوزلو افغانانو پيسې خوشې کړي .

 ضیاالدین وايي، چې د امریکا بهرنۍ پالیسي د افغانستان د بدبختۍ رېښه ګرځېدلې ده او د افغانستان کدرونه نورو هېوادونو ته تللي، خو ډېرى يې په بهرنيو هېوادونو کې هم ښه ژوند نه لري او امريکا هر افغان په بحران کې اچولی دی.

(ژباړه: شکريه)