بېجينګ: امريکا دې د دغه هېواد او چين د مشرانو ګډې نظريې سل په سلو تطبيق کړي
CMG2022/12/03 14:33:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د دسمبر په ۲مه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل ، چې امريکا دې  د دغه هېواد او چين د مشرانو مهمې ګډې نظريې سل په سلو تطبيق او په ګډه  دې د لويو هېوادونو ترمنځ سمې اړيکې تائيد کړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د نومبر په ۳۰مه د ناټو د غړو د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، چې ناټو دې د چين د ننګونو په وړاندې ويښه وي.

جاو لي جيان زیاته کړه، چې امريکا د جبري ډيپلوماسۍ لمسوونکی او عملي کوونکی هېواد دی. امريکا هغه هېواد دی، چې په زور سره یې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې لاسوهنه کړې او کوي يې. امريکا د جوړېدو په نژدې ۲۵۰ کلونو کې يوازې په ۱۶کلونو کې جګړو ته لاسرسی نه درلود، په ټوله نړۍ کې څه باندې ۸۰۰ نظامي اډې  لري. امريکا په عراق، افغانستان، لیبيا او ځينو نورو هېوادونو کې نظامي فعاليتونه تر سره کړي، چې بې شمېره بشري تراژيدي رامنځته شوي دي.  پوښتنه دا ده، چې کومې خوا نړيوال او سيمه ايز امنيت او ثبات زيانمن کړی؟ حقيقت ډېر څرګند دی.

جاو لي جيان پر دې ټينګار وکړ، چې چين تل خپلواکې او سوله ايزې ډيپلوماتيکې تګلارې غوره کوي. امريکا بايد سمدستي پر چين د بدنامولو کړنې ختمې کړي. د چين او امريکا ترمنځ د سالمو اړيکو ساتل د دواړو خواوو ګډو هلو ځلو ته اړتيا لري.