د ډېرو هېوادونو مشرانو د چين د پخواني دولت رئيس جيانګ ځه مين د مړينې په مناسبت خواشيني وښوده
CMG2022/12/03 12:22:26
شريکول:

د ډېرو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو د چين د پخواني دولت رئيس جيانګ ځه مين د مړينې په مناسبت د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ ته د خواخوږۍ پيغامونه ولېږل او يا یې په نورو لارو ژوره خواشيني وښوده.

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشر کيم جونګ اون په خپل پيغام کې  وویل، چې ښاغلي جيانګ ځه مين د چين د کمونېست ګوند او هېواد د پرمختګ او د چينايانو د نېکمرغۍ لپاره یې خپل ټول عمر وقف کړی و، (درې استازيتوبونه) مهمه مفکوره يې وړاندې کړې وه او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د لويو چارو لپاره يې ستر خدمتونه کړي وو. دغه راز نوموړي د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د خلکو له سوسياليستي چارو څخه صادقانه ملاتړ کړی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونې دوستۍ د ټينګښت او پرمختګ هڅه يې کړې وه ، چې  کارنامې به يې په تاریخ کې په ځلاندو تورو وليکل شي.

پر کيم جونګ اون  سربېره ، د کمبوډيا پاچا، د کوريا جمهوريت، قرغېزستان، ترکمنستان، ازبکستان، اذربايجان، نايجريا، کينيا، سنيګال او برازيل په ګډون د لسګونو هېوادونو مشرانو هم د ښاغلي جيانګ ځه مين د مړينې په مناسبت خواشيني وښوده.