پولنډ د ډسمبر په ۲ مه نېټه د روسيې د صادرېدونکو نفتو د بيې د محدودولو پلان منظور کړ او پدې سره د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه پر دې پلان هوکړې ته ورسېدل.
د دغې پرېکړې له مخې، که د روسيې د هر بېلر نفتو بيه له ۶۰ امريکايي ډالرو زیاته شي، نو د دغو نفتو لېږد رالېږد ته به د بيمې او پولي خدمتونو برابرول منع وي.
د امريکا سپينې ماڼۍ د اروپايي ټولنې د يادې پرېکړې هرکلی وکړ او ويې ويل، چې دغه پرېکړه د اوکراين پر وړاندې د روسيې له پوځي عملياتو سره د اروپايي ټولنې د ټينګ مخالفت ښکارندويي کوي.
د امريکا د ماليې وزيرې جانيټ يلين د ډسمبر په ۲ مه په يوه اعلاميه کې وويل، د روسيې اقتصاد کمزوری شوی او بودیجه يې ورځ تربلې کمېږي او د نفتو پر بيې دغه محدوديت به سمدستي د پوتين د عايداتو تر ټولو مهمه سرچينه کمزورې کړي.
له هغه وروسته، چې اروپايي ټولنې خپله ياده پرېکړه اعلان کړه، د اوو هېوادونو ډلې او استراليا هم د روانې مياشتې په ۲ مه نېټه ورته پرېکړه وکړه او ویې ویل، چې پرېکړه به يې د روانې مياشتې په ۵ مه نېټه نافذه شي.
د روسيې د عوامو مجلس د نړيوالو چارو د کمېټې رئيس سلوتسکي تاس اژانس ته وویل، چې د اروپايي ټولنې پرېکړه نه يوازې د خپلو انرژيو خوندېتوب ته زيان رسوي، بلکې د انرژيو د بازار له قوانينو څخه سرغړونه هم ده.