د لاوس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس تونګلون سيسوليس د ډسمبر د لومړۍ نېټې په سهار د چين د کمونېست ګوند د تاريخ له نندارتون څخه ليدنه وکړه. هغه د ليدنې په ترڅ کې چيني خبري رسنۍ ته وويل، چې د چين د سوسياليزم په ځانګړو چارو کې د ليدو وړ لاس ته راوړنې تر لاسه شوي او زه ترې ژورې خاطرې لرم.
نوموړي وويل، د چين د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته چين ته په رسمي سفر راغلی يم. د دغه کانګرېس برياليتوب د چين د کمونېست ګوند او د ټولو خلکو سترې لاسته راوړنې دي.
هغه زياته کړه، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي شي جين پينګ سره د خبرو اترو په ترڅ کې مو په ګډه په دې وروستيو کلونو کې د چين او لاوس د اړيکو د ټينګښت په هکله يادونه کړې او په راتلونکې کې د دغو اړيکو د پرمختګ او د ګډ برخليک ټولنې جوړولو لپاره لوری روښانه شوی.لاوس او چين به په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وکړي.