د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجينرۍ دفتر د خبر له مخې، د چین د شنجو ۱۴ م نمبر فضايي بېړۍ عملې د ډسمبر د ۲ مې نېټې په شپه د ۱۵ م نمبر فضايي بېړۍ عملې ته د دغه هېواد د فضايي سټېشن کيلي وسپارله.
دا د چين د فضايي بېړيو د عملو لومړی ځل دی، چې په فضايي مدار کې فضايي دنده سپاري او له دې وروسته به چيني ستورمزلي په نوبت سره د اوږدې مودې لپاره په خپل فضايي سټېشن کې میشت شي.
د معلوماتو له مخې، د شنجو ۱۴ م نمبر فضايي بېړۍ درې کسيزې عملې خپلې دندې بشپړې کړې او د ډسمبر په ۴ مه نېټه به په فضايي بېړۍ کې بېرته ځمکنۍ کرې ته راستنه شي.