ای اېم اېف: ډېره ممکنه ده چې د راتلونکي کال نړيواله اقتصادي وده تر ٪۲ کمه شي
CMG2022/12/03 11:38:42
شريکول:

د پيسو نړيوال صندوق يا ای اېم اېف رئيسې کريستالينا ګيورګيوا د ډسمبر په لومړۍ نېټه وويل، د نړۍ د ځينو عمده اقتصادونو د پرمختګ د ورو کېدو په خاطر به ډېره  ممکنه وي، چې د ۲۰۲۳م کال نړيواله اقتصادي وده تر ٪۲ کمه شي.

کريستالينا ګيورګيوا په همدې ورځ  په يوه نړيوال کنفرانس کې وويل، پدې وروستيو ورځو کې ځيني شاخصونه ښيي، چې په راتلونکي کې ښايي نړيواله اقتصادي وده نوره هم ورو شي او د ای اېم اېف د وړاندوينې له مخې، هغه امکان ٪ ۲۵ ته زيات شوی، چې د راتلونکي کال نړيواله اقتصادي وده به تر ٪۲ کمه شي، دغه راز د نړۍ د ۱/۳ اقتصادونو په پرمختګ کې ښايي کموالی راشي.

ای اېم اېف د روان کال په اکتوبر کې د نړيوال اقتصادي لرليد راپور خپور کړی او وړاندوينه يې کړې، چې په ۲۰۲۲م کال کې به په نړيواله اقتصادي وده کې ٪ ۳.۲ زياتوالی راشي او په ۲۰۲۳م کال کې به يې زياتوالی ٪ ۲.۷ ته راټيټ شي. دغه سازمان به د راتلونکي کال په جنورۍ کې يو بل راپور خپور کړي.