د کابل پر يوه مسجد بريد ۳ کسان وژلي او ۲ نور يې ټپيان کړي
CMG2022/12/03 11:38:08
شريکول:

د ډسمبر په ۲ مه نېټه په کابل کې پر يوه مسجد د ځانمرګي بريد له امله د دوو بريدګرو په شمول ۳ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې،  یاد مسجد د حزب اسلامي دفتر ته نږدې دی. دغه بريد د جمعې لمانځه پر وخت داسې مهال ترسره شو چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پکې حضور درلود. 

حزب اسلامي وايي، چې په دې پېښه کې د ګوند مشر ته زيان نه دی رسېدلی.

تراوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه نه ده منلې.