د ډسمبر درېيمه نېټه د معلولينو نړيواله ورځ ده. د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې شاو خوا يو ميليارډ معلولين موجود دي، چې د نړۍ په عمومي نفوس کې ۱۵سلنه نيسي. هر څوک بايد د نورو احترام او درناوی وکړي او معلولينو ته دې د ژوند د اسانتیاوو برابرولو لپاره تر خپلې وسې پورې خدمت وکړي.