د چين او لاوس خلکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ريل پټلۍ له پرانيستلو نه ډېرې ګټې اخيستې دي
CMG2022/12/03 14:54:34
شريکول:

د تېر کال د دسمبر په درېيمه نېټه د چين او لاوس د مشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ريل پټلۍ په رسمي توګه پرانيستل شوه، چې د جوړونې کارونه يې د پنځو کلونو لپاره دوام درلود. له يو کال راهيسې د دې رېل پټلۍ په وسيله د مسافرينو او مالونو لېږد رالېږد په جلا جلا توګه له اتو مليونو تنو او لسو ميلينو ټنو څخه اوښتی،  چې  همدا نه يوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ، بلکې خلکو ته يې ډېرې ګټې راوړلې دي.

د ۲۰۲۱م کال د دسمبر په درېیمه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د لاوس د ولسي انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت له رئيس تونګلون سره په انلاین ډول د چين او لاوس د ريل پټلۍ د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ. په همدې ورځ چينايي اورګاډی او لاوسي اورګاډی په جلا جلا توګه په ورته وخت کې له کون مينګ سټېشن او وينتيان سټېشن څخه حرکت  وکړ او له همدې وخت څخه دغه رېل پټلۍ په رسمي توګه پرانيستل شوه.

د چین او لاوس رېل پټلۍ چې اوږدوالی يې ۱۰۳۵ کيلومترو ته رسيږي، د چين د يون نان ولايت کون مينګ ښار او د لاوس وينتيان ښار سره نښلوي. دغه رېل پټلۍ لومړۍ رېل پټلۍ ده، چې د چين د اورګاډي پټليو د معيارونو له مخې د يادو دوو هېوادونو له خوا په ګډه جوړه شوې او د چين د اورګاډي له کورنۍ شبکې سره هم تړل کيږي. د دې پټلۍ تر پرانيستلو وروسته له کون مينګ څخه تر وينتيان ښار پورې د سفر وخت تر زياتې اندازې یعنې یوازې لسو ساعتونو پورې کم شوی دی .

د دې پټلۍ د جوړونې پرېکړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د لاوس د مشر له خوا په ګډه شوې وه. رئيس شي جين پينګ ويلي، چې د چين او لاوس رېل پټلۍ د ګډو ګټو پربنسټ يوه نمونوي همکاريزه پروژه ده. هغه وويل ،چې د چين او لاوس لوريو په ګډو هڅو سره په باکيفيته توګه د دې رېل پټلۍ د جوړونې کار تر سره  شوی او په واقعي  چارو سره يې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ روحيه څرګنده کړې ده. له دې څخه هغه ځانګړنه او غوره والی ښکاري، چې د دواړو هېوادونو  په سوسیاليستي نظام کې د ستر کار د تر سره کولو لپاره ځواکونه راغونډيږي.

دغه ريل پټلۍ که شمالي خوا ته  وغځیږي، نو د چين له څو مرکزي ښارونو او د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډي له لارې سره نښلول کېدای شي. که جنوبي خوا ته  لاړه شي، د دې پټلۍ په وسيله ټايلنډ، ماليزيا او سينګاپور ته رسېدای  شي. د دې رېل پټلۍ د پرانيستلو په ورځ د لاوس صدراعظم  په ځانګړې توګه په اورګاډي کې  سپور ؤ او په خوشحالۍ سره يې  ویلي وو، چې دغه پټلۍ د دواړو هېوادونو د دوو ګوندونو، حکومتونو او خلکو د ګډو هڅو او همکاريو نتيجه ده او د يو کمربند او يوې لارې په هکله د رئيس شي جين پینګ د وړانديز د پلي کولو لاسته راوړنه ده او د لاوس له هغې ستراتيژۍ سره هم سمون لري، چې له دې لارې دغه هېواد له شاوخوا سيمو او هېوادونو سره نښلوي. ګټې اخيستنې ته د دې رېل پټلۍ سپارل نه يوازې د لاوس د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پرمخبېولو لپاره ګټور دي،  بلکې د چين، لاوس او جنوب ختيځې اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ به پل وګرځي.

د دې پټلۍ په پرانيستلو سره د چين او لاوس حکومتونو د دې لارې په اوږدو کې په څو برخو کې يو له بل سره همکارۍ کړې او د اقتصاد او سوداګرۍ او پانګونې په شمول ډېرو ساحو کې د باکيفيته دوه اړخيزې همکارۍ د پرمخبېولو لپاره يې هڅې کړې، تر څو د اورګاډي لارې په اوږدو کې پرتې سیمې هر اړخيز پرمختګ ومومي. د روان کال په اپرېل کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بو او د اسيا فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين او لاوس ريل پټلۍ بيا ياده  وکړه او هيله يې  وښوده، چې دغه پټلۍ به د اسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره خدمتونه او سهولتونه زيات کړي.